الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کابل-لوګر سړک د لومړي فاز قیر چارې دوام لري

15579.jpg (1820 × 1024)

د کابل-لوګر سړک د لومړي فاز د قیر کولو چارې د بنسټیزو برخو له بشپړیدو وروسته بر مخ روانې دي. څه موده وړاندې، د دې سړک یو کیلومتر برخه قیر شوې، او اوس مهال یې یو کیلومتر نوره برخه د قیر کولو په حال کې ده .  په ورته وخت کې د پاتې برخو په جوړولو هم کار روان دی ترڅو هغه هم قیر کولو ته چمتو شي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ، د دې سړک قیر چارې د ودانیزو توکو تر لابراتواري ازمایښت وروسته ترسره کېږي ترڅو د کار  کیفیت تضمین شي. د سړک جوړولو په دې پروژه کې چې، د نجات څلي څخه تر چرخ آب سیمې پورې، (۷) کیلومتره اوږدوالی او (۶۰) متره سور لري، د لښتیو، پلیولارو، د اوبو یوه نښلوونکي کانال، د موټرو تمځایونو، او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول، او د یوه معیاري سړک نور جزئیات هم شامل دي. د کابل-لوګر سړک چې، د کابل ښار په سویلي زون کې یو له مهمو اقتصادي دهلیزونو څخه ګڼل کیږي. کابل ښاروالۍ یې د اهمیت په پام کې نیولو سره، هوډ لري چې په راتلونکي کې د دې سړک دویمه برخه د چرخ آب له سیمې څخه تر سنګ نوشتې پورې هم جوړه کړي