د ځمکې د سطحي اوبو د مدیریت په موخه، د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا له تهیه مسکن څلورلارې څخه تر سرای شمالي پورې د سړک په اوږدو کې د اوبو لېږدولو یوه کانال د جوړولو او د جذبي څاګانو د کېندلو چارې روانې دي. دغه کانال (۱۱۰۰) متره اوږدوالی، (۹۰) سانتي متره سور او له (۹۰) څخه تر (۱۹۰) سانتي مترو ژوروالي سره جوړېږي. دغه راز د یاد کانال سربېره د (۱۱.۵) مترو په ژوروالي او (۱.۸۵) مترو په قطر سره (۸۰) جذبي څاګانې هم طرحه شوې چې، تر اوسه یې د ( ۱۹) څاګانو د کېندلو چارې بشپړې شوې دي. ورته مهال د عمومي سړک د فرعي لیکو د اساسي برخو د جوړولو چارې هم د بشپړېدو په حال کې دي چې، ډېر ژر به قیر کولو ته چمتو شي. د تهیه مسکن له څلورلارې څخه تر سرای شمالي پورې فرعي سړکونه دواړو خواوو ته (۱۱۰۰) متره اوږدوالی او (۱۴.۵) متره سور لري چې، د پلیو لارو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو لیکو او تم ځایونو جوړولو، د څراغونو او ترافیکي نښو نصبولو په ګډون به په اساسي توګه جوړ شي. د دغو فرعي لیکو څخه یې د کین خوا لیکې قیر چارې بشپړې شوې دي او د دویمې لیکې قیر چارې به یې د اساسي برخو تر جوړېدو وروسته ترسره شي. د دغې پروژې په بشپړېدو سره به د سیمې اوسېدونکو ته ښاري آسانتیاوې رامنځته او په سرای شمالي او ور څېرمه سیمو کې به ترافیکي ګڼه ګوڼه د پام وړ را کمه شي. د یادونې وړ ده چې، له پروان سه څخه تر وزیر آباد کانال پورې به د (۶۸۸) مترو په اوږدوالي د یوه بل کانال د جوړولو چارې هم ډېر ژر پیل شي
له تهیه مسکن څخه تر سرای شمالي پورې د سړک په اوږدو کې د کانال او جذبي څاګانو د جوړولو چارې روانې دي