الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې قیر چارې روانې دي

15583.jpg (1820 × 1024)

د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې قیر چارې د فني او تخنیکي معیارونو په نظر کې نیولو سره په چټکۍ سره روانې دي. د کابل ښاروالۍ مسئولین هڅه کوي څو، هرڅه ژر دا سړک د ترافیکو پرمخ پرانیستل شي او ورسره جوخت هېوادوالو ته د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته شي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ؛ د یاد سړک قیر چارې په لابراتوار کې د موادو تر دقیق ازمویښت وروسته ترسره کېږي ترڅو کیفیت یې په ښه توګه تضمین شي. د خیرخانې کوتل سړک دویمه برخه د کوتل له سر څخه تر بوستان سړک پورې ۲۵۲۰ متره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري چې، د پلو لارو، لښتیو، ګلدانونو او د یوه معیاري سړک د ټولو برخو په ګډون د جوړېدو په حال کې دی. د کابل ښاروالۍ مشرتابه د دې مسیر ارزښت ته په کتو تل د کار پر کیفیت او چټکتیا ټینګار کوي؛ ځکه بې کیفیته کار کابل ښاروالۍ رهبرۍ او ښاریانو لپاره د منلو وړ نه دی