د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښار لرې پرتې ناحیې به نور له پامه نه غورځيږي

11 جدی 1397

د کابل ښاروالۍ په وړاندیز او دافغانستان د جمهور رییس په منظورۍ ، د کارونو دلا ښه ترسره کیدو په موخه، په دې وروستیو کې د یویشتمې ناحیې رییس په بګراميو کې، د شلمې ناحیې رییس په چهارآسیاب کې، د اتلسمې ناحیې رییس په ده سبز کې، د څوارلسمې ناحیې رییس په پغمان کې او د دریمې ، پنځمې، او شپږمې ناحیېو رییسان وټاکل شول. نوي ټاکل شوي رییسان د دوشنبه  په ورځ د ۳۹۷ا کال د مرغومي میاشتې لسمه نیټه د کابل ښاروالۍ سرپرست احمد شعیب رحیم، د ترانسپورت معین پوهنیار شیخ احمد متین او د پلان جوړونې او ښاري ودي معین سحرهمدرد له لوري د یادو ادارو کارکوونکو ته وروپیژندل شول.د نویو ټاکل شوي رییسانو په پيژند غونډه کې کابل ښاروالۍ سرپرست وویل: خوښ یم چې نن د نویو رییسانو په معرفي کیدو سره د کابل ښار لري پرتې سیمي چې کلونه بی سرپرسته وې اداره کیږي او مونږ د یو نوي برخلیک خاوندان کیږو.نوموړي نویو رییسانو ته وویل: مونږ د بریالیتوب معیار ته بدلون ورکړی او هر هغه رییس چې د ښار او ښاریانو په وړاندې زړه سواندئ او د خلګو په منځ کې نه وي، زمونږ په وړاندې ناکام دئ.نوموړي زیاته کړه: ستاسو کړنې د خلګو لپاره هیله بښونکې دي، ځکه زمونږ خلګ له ګڼو سیمه ایزو او اقتصادي ستونزو سره مخ دي او ناهیلي شوي، تاسو کولاې شئ په خپلو هڅو د خلګو مړې هیلې راژوندۍ کړۍ او لږ تر لږه په خپلو کاري حوزو کې یې ستونزې حل کړۍ.