د خیرخانې کوتل سړک د درېیمې برخې د جوړولو چارې چې څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا پیل شوې، په چټکۍ سره روانې دي. دغه سړک چې، (۳۶۴۷) متره اوږدوالی او (۲۷) متره سور لري د یولسمې او اوولسمې ناحیو اړوند د سرای شمالي له څلورلارې څخه ، د کوتل تر پورتنۍ برخې پورې غځېدلی دی، د روان کال په بهیر کې به د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا جوړ شي. د سړک جوړولو په دې پروژه کې د لښتیو، شپږو پلچکونو، پلیولارو، ګلدانونو، د (۱۳۰۰۰ ) مترمکعب استنادي دیوالونو او د موازي پارکینګونو جوړول ، په سړک دکرنښو اچول، د ترافیکي نښو نصبول او د یوه معیاري سړک نور جزیات هم شامل دي. په دې سیمه کې د ترافیکي ګڼه ګوڼې په پام کې نیولو سره، د کابل ښاروالۍ له خوا د یاد سړک د دویمې برخې د جوړولو چارې هم په چټکۍ سره روانې دي. د دغو پروژو په بشپړېدو سره به له یوې خوا د کابل- شمال په لویه لار کې چې، د هېواد له اقتصادي دهلیزونو شمېرل کېږي ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او بله خوا به هېوادوالو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې هم رامنځته شي
د خیرخانې کوتل سړک د درېیمې برخې د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي