د بنسټیزو برخو د جوړلو تر بشپړېدو وروسته، د کابل- لوګر سړک د (۵۰۰) مترو په اوږدوالي د اصلي لیکو قیر چارې پیل شوې. تر دې وړاندې د یاد سړک څه باندې دوه کیلو متره برخه قیر شوې ده او اوس مهال یاد سړک د پاتې برخو په جوړولو کار روان دی ترڅو راتلونکو پړاونو ته چمتو شي. د دې سړک قیر چارې د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د انجنیرانو تر څارنې لاندې ترسره کېږي ترڅو یې په معیاري توګه د چارو له ترسره کېدو څخه ډاډ ترلاسه شي. د کابل- لوګر سړک چې له نجات څلي څخه تر چرخ آب پورې (۷) کیلو متره اوږدوالی او (۶۰) متره سور لري، د یوه لوی کانال، یوه نښلونکي کانال، لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو، کرښو اچولو، د څراغونو نصبولو او د یوه سړک د نورو جزئیاتو په ګډون د جوړېدو په حال کې دی. یاد سړک چې د کابل په سویل کې د اقتصادي دهلیز په توګه ګڼل کېږي، کابل ښاروالۍ یې د اهمیت په درک کولو سره ژمنتیا لري چې، د روان کال په بهیر کې د دې سړک قیر چارې په دوه اصلي او دوه فرعي لیکو په معیاري توګه بشپړې کړي
د کابل- لوګر سړک د اصلي لیکو قیر چارې پیل شوې