د دیارلسمې ناحیې اړوند له امید سبز ښارګوټي څخه تر عرفاني سړک او پر دوام یې تر قلعه قاضي پورې د دوو سړکونو د بنسټیزو برخو د جوړولو چارې روانې دي تر څو قیر کولو ته چمتو شي. له امید سبز ښارګوټي څخه تر عرفاني سړک پورې اصلي سړک، (۳۸۳۴) متره اوږدوالی او (۴۵) متره سور او تر قلعه قاضي پورې نښلونکی سړک، (۱۱۴۶) متره اوږدوالی او (۲۰) متره سور لري، او هڅه کېږي چې، د یو معیاري سړک د ټولو برخو په ګډون د روان کال په بهیر کې جوړ او ګټې احیستنې ته وسپارل شي. د سړک جوړولو په دې پروژه کې د لښتیو، پلیو لارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول، په سړک د کرښو چول او د یوه معیاري سړک نور جزئیات هم شامل دي. د یادونې وړ ده چې، د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران د پروژې له بېلابېلو پړاونو څخه په دوامداره توګه څارنه کوي
په دیارلسمه ناحیه کې د دوو سړکونو د بنسټیزو برخو د جوړولو چارې روانې دي