الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د ګل باغ سړک د دویمې برخې د جوړولو او پراختیا چارې روانې دي

 15612.jpg (1820 × 1024)

 د ګلباغ سړک د دویمې برخې د جوړولو او پراختیا په موخه، د خنډونو پاکولو، کیندنو، خاورې لېږدولو او د لښتیو جوړولو چارې روانې دي. دغه سړک، چې په شپږمه او اوومه ناحیو کې له فیصل ښارګوټي څخه تر ګلباغ پله پورې (۲۳۹۶) متره اوږدوالی او (۳۳) متره سور لري، د یو معیاري سړک د ټولو جزئیاتو په ګډون به د نږدې یوه کال  په موده کې  په معیاري ډول جوړ شي. د ګلباغ سړک د اقتصادي دهلیز په توګه، چې د کابل لویدیځ زون له سویل سره نښلوي، د ټرافیکي بسټونو د پراختیا په برخه کې هم ځانګړی اهمیت لري. د یادونې وړ ده چې، د دارالامان له ماڼۍ څخه تر فیصل ښارګوټي پورې د ګلباغ سړک د جوړولو چارې هم روانې دي او د روان کال په اوږدو کې به جوړ شي