
د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د اوومې ناحیې اړوند د ۳۳م ګذر په باغ شریف سیمه کې د کوڅو جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي. دغه کوڅې چې په ټولیزه توګه (۸۹۵) متره اوږدوالی او (۴) متره سور لري، د جوړولو چارې یې تر دې مهاله (۹۰) سلنه مخته تللې دي او ټاکل شوې ده تر راتلونکو لسو ورځو پورې بشپړې شي. د سیمې اوسېدونکي د دا ډول پروژو له پلي کېدو څخه خوښي څرګندوي او د ورته نورو پروژو د پلان او پلي کېدو غوښتنه کوي. دغه پروژه له ښاري آسانتیاوو څخه د محرومو سیمو د اوسېدونکو د ستونزو د حل او دوی ته د کاري بوختیاوو رامنځته کولو په موخه د پلي کېدو په حال کې ده. د یادونې وړ ده چې، په دې پروژه کې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده


