الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.20 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له علاءالدین درې لارې څخه تر تخنیکم پورې د سړک جوړولو چارې په جدي توګه روانې دي

15620.jpg (1820 × 1024)

د اوومې ناحیې اړوند له علاءالدین درې لارې څخه تر تخنیکم سیمې پورې د نوي نښلوونکي سړک چارې په جدیت سره روانې دي او تر راتلونکو لسو ورځو پورې به قیر چارو ته چمتو شي. دا سړک ۱۷۶۷ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري چې، د یوه معیاري سړک د ټولو جزئیاتو په ګډون به جوړ شي. د یاد سړک په اوږدو کې د موټرو د تګ راتګ یو لوی پُل هم ډیزاین شوی دی چې، چارې به یې په نږدې ورځو کې پیل شي. د دې پروژې په بشپړېدو سره به د دارالامان سړک له چهلستون سیمې سره ونښلول شي او ورسره جوخت به د اوومې ناحیې اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته او د سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي