الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.20 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د دیارلسمې ناحیې په ۳۳م ګذر کې د فرعي سړک د جوړولو چارې ۹۰ سلنه مخته تللې دي

15624.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د دیارلسمې ناحیې  اړوند د ۳۳م ګذر په چهل دختران سیمه کې د فرعي سړک د جوړولو چارې چې، څه موده وړاندې پیل شوې وې، (۹۰) سلنه مخته تللې دي. د دیارلسمې ناحیې رئیس مولوي عبدالصمد عابد په دې اړه وویل: د سړک جوړولو په دغه پروژه کې چې (۴۷۰) متره اوږدوالی او (۷.۲) متره سور لري، د (۲۲۰) مترو په اوږدوالي او (۲.۵) مترو په سور سره د پلیو لارو جوړول هم شامل دي چې  ډېر ژر به بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي