
د اتمې ناحیې اړوند د ستانکزي له څلورلارې تر بګرامیو پورې د (۲۵۶۱) مترو په اوږدوالي او (۴۰) مترو په سور سره د نوي نښلوونکي سړک د اساسي برخو د جوړولو چارې روانې دي ترڅو قیرچارو ته چمتو شي. د سړک جوړولو په دې پروژه کې چې، تر اوسه (۴۶) سلنه مخته تللې ده، د پلیو لارو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو لیکو او پلچکونو جوړول، د څراغونو نصبولو، په سړک دکرښو اچول او د یوه معیاري سړک نور جزئیات هم شامل دي. کابل ښاروالۍ ژمنتیا لري چې، تر راتلونکو (۲۰) ورځو پورې به د دې سړک قیر چارې پیل کړي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران د دې پروژې له بېلابېلو پړاونو څخه په دوامداره توګه تخنیکي او فني څارنې ترسره کوي ترڅو یې د جوړلو چارې په ښه کیفیت او ټاکلي وخت کې بشپړې شي


