
د کابل ښاروالۍ له خوا د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته د دیارلسمې ناحیې د ۴۶م ګذر اړوند په خواجه عبدالله انصاري سیمه کې د یوه فرعي سړک کانکرېټ چارې د بشپړېدو په حال کې دي. د دیارلسمې ناحیې د رئیس مولوي عبدالصمد عابد په وینا؛ دا سړک د لښتیو په ګډون ۷۵۰ متره اوږدوالی او ۶ متره سور لري چې، په جوړېدو سره به یې د سیمې د اوسېدونکو یو شمېر ستونزې هوارې او ټولنیزو آسانتیاوو ته به لاس رسی ومومي


