د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د پنخلسمې ناحیې د ۷م ګذر اړوند په خراسان سیمه کې د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې پیل شوې. د پنځلسمې ناحیې مرستیال مولوي سراج الدین په دې تړاو وویل: تر دې وړاندې د یادې سیمې اوسېدونکي د سړک د خربوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ ؤ چې، له نېکه مرغه اوس د دوی ستونزو ته رسېدنه کېږي او د سړک په جوړېدو سره به ټولنیزو او ښاري آسانتیاوو ته لاس رسی ومومي. ورته مهال د سیمې اوسېدونکو د کابل ښاروالۍ له پلانونو او پروژو هرکلی وکړ او ژمنه یې وکړه چې، د دې پروژې د پلي کېدو په برخه کې به له هېڅ راز هڅو ډډه ونکړي. دغه سړک چې، (۵۵۰) متره اوږدوالی او (۵) متره سور لري، د لښتیو په ګډون به تر راتلونکو نږدې (۳) میاشتو پورې په اساسي توګه جوړ شي