الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.20 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل- لوګر سړک د لومړۍ برخې قیر چارې په لوړ کیفیت روانې دي

 15650.jpg (1820 × 1024)

د ودانیزو توکو تر ازمایښت او د بنسټیزو چارو تر بشپړېدو وروسته، د کابل- لوګر سړک د لومړۍ برخې قیر چارې په لوړ کیفیت او معیاري توګه روانې دي. اړوند مسئولین هڅه کوي ترڅو د دې سړک قیر ټولې چارې د روان کال په بهیر کې بشپړې او د ترافیکو پرمخ پرانیستل شي. تر اوسه د یاد سړک یوه اصلي لیکه د (۱.۵) کیلو مترو په اوږدوالي او یوه فرعي لیکه د (۲) کیلو مترو په اوږدوالي قیر شوې ده او ورته مهال د یادې سړک د پاتې برخې بنسټیزو برخو د جوړلو چارې روانې دي ترڅو هغه هم قیر کولو ته چمتو شي.  د کابل- لوګر سړک د لومړۍ برخې د جوړولو په پروژه کې چې له نجات څلي څخه تر چرخ آب پورې (۷) کیلو متره اوږدوالی او (۶۰) متره سور لري، د اوبو یو لوی کانال، یو نښلوونکی کانال، لښتي، پلې لارې، ګلدانونه، په سړک د کرښو اچول د څراغونو نصبول او د یوه معیاري سړک نورې برخې هم شاملې دي