د کابل- جلال آباد سړک په اوږدو کې د مکروریانو له څلورلارې څخه تر تنګي غارو پورې د ( کابل- جلال آباد سړک) د لومړۍ برخې د جوړولو چارې تر اوسه (۳۳) سلنه مخته تللې دي او هڅه کېږي چې د روان کال په بهیر کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې، د سړک جوړولو په دې پروژه کې چې، (۹۳۹۷) متره اوږدوالی او (۶۰) متره سور لري، د پلیو لارو، لښتیو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو کرښو، تم ځایونو جوړول، د څراغونو نصبول او د یوه معیاري سړک نور جزئیات هم شامل دي. کابل ښاروالۍ د ګڼې ګوڼې د ستونزو په درک کولو او په کابل ښار کې د ترافیکي او ترانسپورتي بنسټونو د پراختیا په موخه، له پکتیا کوټ څخه تر تنګي غارو پورې د (۱۰.۲۵۰) مترو په اوږدوالي او (۶۰ )مترو په سور سره د یاد سړک د دویمې برخې دجوړولو چارې هم پیلوي. د دې سړک په جوړېدو سره به نه یوازې د تګ راتګ په برخه کې ښاریانو ته ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي، بلکې د کابل د ختیځ زون اقتصادي ودې ته به هم زمینه برابره شي