د اتمې او شپاړلسمې ناحیو اړوند د کارته نو له سړک ( د اوبو رسونې شرکت له څنګ څخه) تر قلعه زمان پورې د نښلوونکي سړک چارې په چټکۍ سره روانې دي او ډېر ژر به قیر چارو ته چمتو شي. دا سړک ۳۰۷۰ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري چې، د ښاري معیارونو سره سم د جوړېدو په حال کې دی. دا پروژه استنادي دیوالونه، لښتي، پلې لارې، ګلدانونه، د بایسکل چلولو لیکې، په سړک د کرښو اچول او د یوه پرمختللي سړک نور جزئیات په بر کې نیسي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران د دې پروژې د کار د کیفیت د تضمین په موخه په بېلابېلو پړاونو کې تخنیکي او فني څارنې ترسره کوي څو یاد سړک د روان کال په بهیر کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.