الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د نهمې ناحیې په ۷م ب ګذر کې د کوڅو کانکریټ چارې روانې دي

 15667.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د نهمې ناحیې په ۷م ب ګذر کې د څو کوڅو د کانکریټ چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې، دغه کوڅې چې، په ټولیزه توګه (۴۹۹) متره اوږدوالی او له (۳) څخه تر (۵) مترو پورې سور لري، د لښتیو جوړولو په ګډون یې تر اوسه (۶۰) سلنه چارې پرمخ تللې او ټاکل شوې ده تر راتلونکې یوې میاشتې پورې بشپړې او ورسره جوخت به د سیمو د اوسیدونکو په وړاندې شته ترانسپورتي او چاپیریالي ستونزې هوارې شي. د یادونې وړ ده چې، د دې پروژې له لارې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده