د نهمې ناحیې اړوند د شش درک په سیمه کې د شپږ فرعي سړکونو د جوړولو چارې روانې دي او ټاکل شوې ده چې، دا پروژه د روان کال په بهیر کې بشپړه او ورسره جوخت به د یادې سیمې د اوسیدونکو ترانسپورتي او چاپیریالي ستونزې په بنسټیزه توګه هوارې شي. په دغه پروژه کې چې، په ټولیزه توګه (۱۵۰۷) متره اوږدوالی، (۱۳) او (۲۴) متره سور لري، د لښتیو، پلو لارو، ګلدانونو جوړول او د څراغونو نصبول هم شامل دي