الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.20 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پغمان د پخواني سړک د شاوخوا ۵ کیلو متره برخې بنسټیزې چارې بشپړې شوې

 15676.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال د وري ( حمل) میاشتې څخه را پدیخوا تر اوسه د پغمان پخواني سړک د شاوخوا (۵) کیلو متره برخې بنسټیزې چارې بشپړې کړې دي او ډېر ژر به یې قیر چارې هم ترسره شي. دغه سړک چې د قرغې له بند څخه د پغمان تر تاق ظفر پورې (۹۱۵۳) متره اوږدوالی او (۷) متره سور لري، هڅه کېږي چې، د روان کال په بهیر کې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د یاد سړک په جوړیدو سره به د څوارلسمې ناحیې د اوسیدونکو او د پغمان تفریحي سیمې ته د تلونکو هیوادوالو لپاره ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي. د سړک جوړونې دا پروژه د کابل ښار د ترافیکي او ترانسپورتي زیربناوو د وضعیت د ښه والي  په برخه کې مهم رول لري