د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال: دکابل ښاروالۍ هیڅ مسوول نشي کولاې چې په خپلو دندوکې ناغیړي وکړي

25 جدی 1397

دکابل ښاروالۍ په وړاندیز او د افغانستان داسلامي جمهوریت دعالي مقام په منظورۍ، سیدزمان هاشمي دکابل ښاروالۍ د مالي او اداري معینیت سلاکار، سمیع الله سمسور دملکیتونو رییس او مسعود احمد ویغاغ دمارکیټونو د ریاست دمرستیال په توګه ټاکل شوي دي. یاد مسوولان د۱۳۹۷ کال دمرغومي میاشتې په ۲۲ مه نیټه دشنبې په ورځ، دکابل ښاروال احمد شعیب رحیم، دترانسپورت معیین پوهنیار شیخ احمد متین او دپلان جوړنې او ښاري ودې معیین سحر همدرد له خوا ديوې غونډې په ترڅ کې دکابل ښاروالۍ کارکوونکوته وروپژندل شول. په غونډه کې ښاروال دخپلې وینا په ترڅ کې وویل: دکابل ښاروالۍ هر مسوول ته اړینه ده چې، دمعیاري او منل شویو چوپړونو دترسره کولوپه موخه ګټورې هڅې وکړي،ځکه دکابل ښارجوړول نن ورځ نه ستړیکیدونکو هلو ځلوته اړتیالری او هر مسوول ته ښایی چې په خپلو دندوکې ناغیړي ونکړي.