الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له پل آرتل څخه تر دهمزنګ پورې د سړک جوړولو او پراختیا چارې دوام لري

 15682.jpg (1820 × 1024)

د دریمې ناحیې اړوند له پل آرتل څخه تر دهمزنګ پورې د (۱۰۴۰) مترو په اوږدوالي او له (۲۷) څخه تر (۳۰) مترو په سور سره د سړک جوړولو او پراختیا په موخه، د خنډونو پاکولو، کیندونو، خاورې لېږدولو، هوارولو او د لښتیو جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي. دغه پروژه چې په هغې کې د یو معیاري سړک ټول جزئیات شامل دي، د قرارداد او تخنیکي سندونو مطابق به د روان کال تر پایه بشپړه او ګتې اخیستنې ته وسپارل شي. د یادې پروژې په بشپړېدو سره به له یوې خوا د ښار په مرکزي سیمو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او بله خوا به د کابل ښار اقتصادي ودې ته زمینه هم برابره شي