الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په وزیرمحمد اکبرخان مېنه کې د یوه سړک او کانال د جوړولو چارې روانې دي

 15684.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له خوا د سردار محمد داود خان روغتون مخې ته د سړک او د وزیرمحمد اکبرخان له مېنې څخه تر اجمیر کانال پورې د یوه نوي کانال د جوړولو چارې په دوامداره توګه روانې دي. په دې پروژه کې د (۳۹۱) مترو په اوږدوالي سړک او (۲۷۰۰) مترو په اوږدوالي د اوبو د یوه کانال جوړول شامل دي چې، د اوبو د بندیدو ستونزې به په بنسټیزه توګه حل کړي. دا اقدام په داسې وخت کې کیږي چې، د اورښتونو پرمهال په دې سیمه کې د مناسب کانال نشتوالی، د اوبو د بندېدو او  ښاریانو ته د جدي ستونزو د رامنځته کېدو لامل کیږي. اوس یاده پروژه  دغې ستونزې ته د یوې بنسټیزې حل لارې د موندنې په موخه د پلي کېدو په حال کې ده. د یادونې وړ ده چې،  د دې پروژې له پلی کېدو څخه د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران په دوامداره توګه فني او تخنیکي څارنې ترسره کوي