الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د پُل سوخته څلورلارې وروستۍ طبقه قیر چارې بشپړې او د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه

 15686.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو د مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسر تر څارنې لاندې د شپږمې ناحیې اړوند د پُل سوخته څلورلارې دویمه یا وروستۍ طبقه قیر چارې بشپړې او د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس انجنیر میرالرحمن ناصري په دې تړاو وویل: د ګڼه ګوڼې د کمښت او د ترافیکي بنسټونو د وضعیت د ښه والي په موخه، د یادې څلورلارې هندسي جوړښت له دایروي څخه په تقاطع ( انترسکشن)  بڼه بدل شو. د نوموړي په وینا د لومړۍ طبقه قیر چارو تر بشپړېدو وروسته د یادې څلورلارې وروستۍ طبقه قیر چارې هم ترسره شوې او ډېر ژر به د ترافیکي بهیر د ښه مدیریت په موخه،  څراغونه او نورې ترافیکي نښې هم نصب شي. همدا راز له پُل سوخته څخه د پُل سرخ په لور د (۹۱۰) مترو په اوږدوالي او (۳۰) مترو په سور سره د سړک جوړولو چارې هم وروستي پړاو ته رسېدلې دي، چې په جوړېدو سره به یې د برچي عمومي سړک، د دواخانې ګولایي سړک، کارته چهار او کوټه سنګي سیمو ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي.