الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له پجک پله څخه د خواجه لکن تر بازار پورې د سړک جوړولو چارې پیل شوې

 15688.jpg (1820 × 1024)

د ۱۴مې ناحیې اړوند د پغمان د پجک پله له سیمې څخه د خواجه لکن تر بازار پورې د سړک جوړولو چارې، د کابل ښاروالۍ لخوا د (۳۲) میلیونه (۵۸۷) زره او (۵۳۰) افغانیو په لګښت پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست اړوند د یادې پروژې د مدیر انجنیر شبیر احمد شیرزاد په وینا؛ دغه سړک چې، (۳۱۲۴) متره اوږدوالی او له (۷) څخه تر (۸) مترو پورې سور لري، د لښتیو په ګډون به د شپږو میاشتو په موده کې په اساسي او معیاري توګه جوړ شي. نوموړي زیاته کړه چې، یاد سړک څوارلسمې ناحیې ته څېرمه سیمو په اقتصادي وده او د ترانسپورتي ستونزو د حل په برخه کې ځانګړی اهمیت لري. ورته مهال د سیمې اوسېدونکو د دې پروژې له پیل څخه خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه چې، د پلي کېدو په برخه کې به خپله مرسته ونه سپموي