د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال: دکابل ښار پلې لارې په کثافت دانیو سمبالوو

25 جدی 1397

 د۱۳۹۷ کال دمرغومي میاشتې په۲۴ مه نیټه د دوشنبې په ورځ، د لومړي ځل لپاره د کابل ښار په پلولاروکې ۲۳۰۰ پاېې کثافت دانۍ ځاې پرځاې کولو د کابل ښاروال احمد شعیب رحیم له خوا په داسی حال کی چه دپلان جوړنې او ښاري ودې معیین سحر همدرد او د مختلفو ناحیو مشرانو او دوکاندارانو حضور درلود ديوې غونډې په ترڅ کې پرانیست شو. به پام کې ده چې په هرو سلو مترو کې يوه کثافت داني ځاې پرځاې شي چې په ټولیزه توګه د۱۱۵ کیلومتر په واټن سره به دښار پلې لارې ددغې پروژې تر پوښښ لاندې ونیول شي. په دې اړه د کابل ښاروال وویل: ددغه کار لومړیتوب او موخه دا ده چې، ښاري آسانتیاوې رامنځته او ښاریان نور دې ته اړ نشي چې له ویالو او سړکونو څخه کثافت ځایونه جوړکړي. کابل ښاروالۍ هیله څرګندوي چې، کابل ښاریان له دغو کثافت دانیو څخه په ګټې اخیستو سره، له دې وروسته خپل ټول شوي کثافات هرې خواته خواره واره نکړي او په دې برخه کې دې له ښاوالۍ سره مرسته وکړي ترڅو دغه ارګان وکولاې شي دکثافاتو دلاښه مدیریت ترڅنګ، خپلې نورې پروژې پلې او ښاریانو ته آسانتیاوې رامنځته کړي.