الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې چارې نږدې ۵۰ سلنه مخته تللې دي

 15699.jpg (1820 × 1024)

د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې د جوړولو چارې په چټکۍ او د ټولو فني معیارونو په نظر کې نیولو سره روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د کیفیت د تضمین آمر انجنیر ناکیم ګل په دې اړه وویل: د یاد سړک قیرچارې په لابراتوار کې د موادو تر ازمویښت وروسته د ترسره کېدو په حال کې دي ترڅو چارې په ښه کیفیت او د لوړ مقاومت په لرلو سره ترسره شي. د خیرخانې کوتل سړک دویمه برخه د کوتل له سر څخه تر بوستان سړک پورې ۲۵۲۰ متره اوږدوالی او په دوه لیکو کې ۶۰ متره سور لري چې، چارې یې د پلو لارو، ګلدانونو او د یوه معیاري سړک د نورو جزئیاتو په ګډون تر اوسه ۵۰ سلنه مخته تللې دي. کابل ښاروالۍ او قراردادي شرکت هڅه کوي څو د سړو موسم تر را رسېدو وړاندې د دې سړک چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي