د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال: دتدارکاتو د نوي رییس په ټاکل کیدو سره، دبیت المال دپیسو دلګښت دڅرنګوالي په برخه کې دکابل ښاروالۍ ځواب ویل نور هم زیاتیږي.

26 جدی 1397

د کابل ښاروالۍ په وړاندیز او د افغانستان اسلامي جمهوریت دعالي مقام په منظورۍ، دکابل ښاروالۍ دتدارکاتي چارو د لاښه سمون په موخه، ایمل خان زارع دکابل ښاروالۍ دتدارکاتو د رییس په توګه ټاکل شوئ اونوموړئ د۱۳۹۷ لمریزکال د مرغومي میاشتې په ۲۴ مه نیټه د دوشنبې ورځ کابل ښاروال شعیب رحیم له خوا دیادې ادارې کارکوونکوته وروپیژندل شو. په هغه غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه، کابل ښاروال شعیب رحیم دخپلې وینا په ترڅ کې وویل: دتدارکاتو دنوي رییس په ټاکل کیدو سره، دبیت المال دپیسو دلګښت دڅرنګوالي په برخه کې دکابل ښاروالۍ ځواب ویل نور هم زیاتیږي. ایمل خان زارع دلوړو زده کړو لرونکئ دئ او په دولتي اوغیر دولتي اداروکې څه باندې ۸ کاله کاري تجربه لري، دمالیی وزارت دتدارکاتو د استاد په توګه دده له وروستیو دندو څخه شمیرل کیږي.