الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د شپږمې ناحیې په ۲۵م ګذر کې د کوڅو کانکرېټ چارې د بشپړېدو په حال کې دي

 15716.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د شپږمې ناحیې د ۲۵م ګذر اړوند په قلعه بهادرخان سیمه کې د شپږو کوڅو کانکرېټ چارې روانې دي او ټاکل شوې ده تر راتلونکې یوې اونۍ پورې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د شپږمې ناحیې رئیس مولوي عبدالخالق بدر په دې تړاو وویل: دغه کوڅې چې په ټولیزه توګه (۱۳۲۰) متره اوږدوالی او (۴.۵) متره سور لري، په بشپړېدو سره به یې د سیمې د اوسېدونکو ترانسپورتي او چاپېریالي ستونزې هوارې شي. نوموړي زیاته کړه چې له ښاري آسانتیاوو څخه په محرومو سیمو کې به ښاریانو ته د سالم ښاري چاپېریال او کاري بوختیاوې رامنځته کولو په موخه، ورته نورې پروژې هم طرحه او پلې شي