الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د بره‌کي څلور لارې لپاره د بدیل سړک د جوړولو اقدام

 15723.jpg (1820 × 1024)

د بره کي او کلوله پشتې سیمو ترمنځ د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو په موخه، د خنډونو پاکولو چارې پیل شوې! د څلورمې ناحیې اړوند د بره کي او کلوله پشتې سیمو ترمنځ د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو په موخه، د خنډونو او استملاکي ملکیتونو د پاکولو چارې د کابل ښاروالۍ له خوا او د یادې ناحیې د اوسېدونکو په مرسته پیل شوې. دغه سړک ځکه له ځانګړي اهمیت څخه برخمن دی چې، په بره کي څلورلارې کې ترځمکې لاندې سړک او هوايي پله د جوړېدو پر مهال یوه له بدیلو لارو څخه شمېرل کېږي. د کابل ښاروالۍ مشرتابه هڅه کوي ترڅو یاد سړک چې، (۶۵۵) متره اوږدوالی او (۲۰) متره سور لري، د یوه معیاري سړک د ټولو جزئیاتو په ګډون د روان کال په بهیر کې جوړ کړي. د یادونې وړ ده چې، د یاد سړک په اوږدو کې (۶۶) ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، د کابل ښاروالۍ له خوا به یې مالکانو ته د استملاک د اصولو او مقرراتو  له مخې بدیل حقونه ورکړل شي