کابل ښاروالۍ د قطريانو ښارګوټي سویل لوري ته د سیلو له سړک څخه د پنځمې ناحیې تر درې لارې پورې د سړک جوړولو او پراختیا چارې د (۲۱) ملیونه (۵۵۰) زره او (۴۲۰) افغانیو په لګښت پیل کړې. د پنځمې ناحیې د مرستیال مولوي عبدالحنان "ضعیف" په وینا، د سړک جوړولو په دې پروژه کې چې، (۴۷۲) متره اوږدوالی او (۲۰) متره سور لري، د لښتیو او پلیولارو جوړول هم شامل دي، او ټاکل شوې ده چې په څلورو میاشتو کې به په معیاري او اساسي ډول بشپړه شي. نوموړي زیاته کړه چې، د دې سړک جوړول د ور څېرمه سیمو د ترانسپورتي ستونزو په حل او اقتصادي ودې کې مهم رول لري. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران له دې پروژې څخه په دوامداره توګه فني او تخنیکي څارنې ترسره کوي ترڅو یاده پروژه په لوړ کیفیت او ټاکلي وخت بشپړه شي. د یادونې وړ ده چې، د سړک په اوږدو کې د استملاک شویو ملکیتونو مالکانو ته به د قانون له مخې بدیل حقونه ورکړل شي