د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست له خوا چې، څه موده وړاندې د نادریې لېسې د څلورلارې له لوري د بره کي څلورلارې ترځمکې لاندې سړک د جوړولو چارې پیل شوې وې؛ اوس مهال د ترافیک څلورلارې له خوا پیل شوې. دا پروژه په دوه برخو کې پلې کېږي چې، لومړۍ برخه کې د ۴۷۰ مترو په اوږدوالي، ۲۰ مترو په سور، د ۵.۵ مترو په ژوروالي او د ۵۲۵ ستنو ( پایو) په درلودلو سره ترځمکې لاندې سړک جوړول او دویمه برخه کې د دهن باغ څلورلارې له خوا د پروان دو څلورلارې په لوري د ۷۰۰ مترو په اوږدوالي، د ۲۰ مترو په سور، ۵.۵ مترو په لوړوالي او د ۴۴۰ استحکامي ستنو( پایو) په درلودلو سره د هوايي پله جوړول په بر کې نیسي. د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست خبر ورکړی چې، په روان کال کې تر ځمکې لاندې سړک د چارو بشپړولو لپاره پورته چمتوالی لري او د هوايي پله د جوړولو چارې به راتلونکی کال پیل شي. د دې لویې او مهمې پروژې د پلي کېدو او د ترافیکي جریان د مدیریت په برخه کې د ښاریانو او اړوند ادارو همکاري اړینه او ضروري بلل کېږي