الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د مکروریانو پله د بیارغونې چارې روانې دي

 15730.jpg (1820 × 1024)

د ښاري زیربناوو د ساتنې په موخه، د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د مکروریانو پله د بیارغونې چارې روانې دي. د دغه پله اړوند پلې لارې چې، (۵۰) متره اوږدوالی او (۲) متره سور لري، ځیني برخې یې د وخت په تېرېدو او د ډېرې ګټې اخیستنې له امله زیانمنې شوې وې چې، تر تخنیکي څېړنو وروسته د چهلستون د خاره تېږو  په کارولو سره بیا رغول کېږي. په دې پروژه کې د پله د فرش او تحکیماتو بیارغول، د کټارو نصب او رنګول هم شامل دي. د مکروریانو پُل د (۵۰) مترو په اوږدوالي او (۱۶) مترو په سور سره د کابل سیند د پاسه یو مهم پُل شمېرل کېږي چې، هره ورځ پرې زرګونه موټر او ښاریان تګ راتګ کوي