د اتمې ناحیې اړوند د کارته نو سړک (سید نور محمد شاه مېنې سړک) کیڼ اړخ ته له درېیم سړک څخه د کارته نو تر تپې پورې د فرعي لیکې قیر چارې د بنسټیزو برخو تر بشپړېدو وروسته پیل شوې. اړوند مسئولین هڅه کوي ترڅو دغه پروژه هر څه ژر بشپړه او د ترافیکو پر مخ یې پرانیزي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې، دغه فرعي لیکه د (۱۵۰۰) مترو په اوږدوالي سره دقیر کولو په حال کې ده. څه موده وړاندې د دې سړک ښي خوا ته فرعي لیکه چې، (۱۱۰۰) متره اوږدوالی لري، د قیر کولو چارې یې بشپړې شوې دي. دغه دوه فرعي لیکې چې، (۱۱،۶) متره سور لري، د استنادي دیوالونو، پلیولارو، ګلدانونو، پلچکونو او لښتیو جوړول هم پکې شامل دي. ددې پروژې په بشپړېدو سره به له یوې خوا ترافیکي ستونزې هوارې او بله خوا به دښاریانو د تګ راتګ په برخه ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي