الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له پروان سه څخه تر بادام باغ پورې د سړک جوړولو پروژه ښه کاري پرمختګ لري

 15747.jpg (1820 × 1024)

د څلورمې ناحیې اړوند له پروان سه څخه تر بادام باغ پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې ښه کاري پرمختګ لري او ټاکل شوې ده ډېر ژر یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دا سړک ۵۶۰ متره اوږدوالی او ۲۰ متره سور لري چې، د لښتیو، پلو لارو، استنادي دېوالونو په ؛ ګډون یې تر بنسټیزو چارو وروسته د ډېری برخې قیر چارې ترسره شوې دي او د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوی دی. هڅه کېږي څو هرڅه ژر د دې سړک دویمه طبقه قیر چارې هم ترسره شي. د دې پروژې په بشپړېدو سره به د ورڅېرمه سیمو ترافیکي بهیر ووېشل شي او د سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي. کابل ښاروالۍ ښاریانو ته د ښاري زیربناوو رامنځته کولو او د معیاري خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې ژمنتیا لري