د دولسمې ناحیې اړوند د احمد شاه بابا مېنې د دویم بلاک له ګولایۍ څخه د امنیت ښارګوتي تر سړک پورې د ۷۲۸ مترو په اوږدوالي او د ۴۰ مترو په سور سره د سړک جوړولو پروژې چارې د بشپړېدو په حال کې دي. د یاد سړک په اوږدو کې د ځمکې د سطحي اوبو د مدیریت په موخه د ۷۵۰ مترو په اوږدوالي، یو متر په سور او د ۱.۳ مترو په ژوروالي یو کانال هم ډیزاین شوی دی. دا سړک د لښتیو، پلو لارو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو لیکو، په سړک د کرښو اچولو، د څراغونو نصبولو او نورو اړینو جزئیاتو په ګډون د جوړېږي چې، چارې به یې ډېر ژر بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي