الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې د یوې لیکې دویمه طبقه قیرچارې په چټکۍ سره روانې دي

 15757.jpg (1820 × 1024)

د لومړۍ طبقه قیر چارو تر بشپړېدو وروسته اوس مهال د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې کیڼ اړخ ته د یوې لیکې دویمه طبقه قیر چارې په چټکۍ سره او د ټولو فني معیارونو په نظر کې نیولو سره روانې دي. د قیر چارو دا مرحله په لابراتوار کې د موادو تر ازمویښت وروسته پلې کېږي څو، د پروژې کیفیت تضمین او تر اوږد مهاله دوام وکړي. د خیرخانې کوتل سړک دویمه برخه د کوتل له سر څخه د بوستان تر سړک پورې ۲۵۲۰ متره اوږدوالی او په دوه لیکو کې ۶۰ متره سور لري. ورته مهال ښي اړخ ته د یاد سړک د یوې لیکې بنسټیزې چارې روانې دي ترڅو هرڅه ژر قیر چارو ته چمتو شي. دا سړک یو مهم ترانزیتي سړک دی چې، چارې به یې د پلو لارو، لښتیو، ګلدانونو، څراغونو، کرښو اچولو او د یوه معیاري سړک د نورو برخو په ګدون د روان کال په بهیر کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي