الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د مکروریانو له څلورلارې څخه تر تنګي غارو پورې د سړک د لومړۍ برخې بنسټيزې چارې روانې دي

 15763.jpg (1820 × 1024)

د مکروریانو له څلورلارې څخه تر تنګي غارو پورې ( د کابل- جلال آباد سړک د لومړۍ برخې) بنسټیزې چارې روانې دي او هڅه کېږي څو هرڅه ژر قیر چارو ته چمتو شي. دا سړک ۹۳۹۷ متره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري چې، د لښتیو، پلو لارو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو لیکو، تم ځایونو، څراغونو، کرښو اچولو، ترافیکي نښو او نورو جزئیاتو په ګډون به په اساسي توګه جوړ شي. کابل ښاروالۍ به د ګڼه ګوڼې د کمښت او د ترافیکي زیربناوو د پراختیا په برخه کې د یاد سړک ارزښت ته په کتو ډېر ژر د ۱۰۲۵۰ مترو په اوږدوالي او د ۶۰ مترو په سور سره د دې سړک د دویمې برخې د جوړولو چارې هم پیل کړي