د کابل ښاروالۍ له لوري د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته د پنځمې ناحیې د ۱۰م ګذر اړوند په خوشحال خان سیمه کې د پنځو کوڅو کانکرېټ چارې روانې دي او ټاکل شوې ده تر راتلونکې یوې اونۍ پورې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دا پروژه په ټولیزه توګه ۷۹۰ متره اوږدوالی او له ۴ څخه تر ۵ مترو پورې سور لري چې په بشپړېدو سره به یې د سیمې د اوسېدونکو چاپېریالي او ترانسپورتي ستونزې هوارې شي. کابل ښاروالۍ ژمنتیا لري چې، له ښاري آسانتیاوو څخه په محرومو سیمو کې ورته نورې پروژې هم طرحه او پلې کړي ترڅو خلکو ته سالم ښاري چاپېریال او کاري بوختیاوې رامنځته شي