الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د بادام باغ سړک د پاتې برخو قیر چارې د شپې مهال ترسره کېږي

 15767.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د دوامداره هڅو په پایله کې د سرای شمالي له څلورلارې څخه د نادریې لېسې تر څلورلارې پورې د بادام باغ سړک قیر چارې د شپې له خوا روانې دي څو د دې مهم سړک چارې هرڅه ژر بشپړې او د ترافیکو پرمخ پرانیستل شي. دا سړک ۳۲۸۹ متره اوږدوالی، ۲۰ او ۳۰ متره سور لري او د بره کي څلورلارې یوه له بدیلو لارو ګڼل کېږي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ ښاریانو ته د مزاحمت له رامنځته کېدو څخه د مخنیوي په موخه اوس مهال د یاد سړک قیر چارې د شپې مهال هم تنظیم شوې دي. دا سړک د لښتیو، پلو لارو، ګلدانونو، څراغونو، کرښو اچولو او د یوه معیاري سړک د نورو برخو په ګدون په اساسي توګه د جوړېدو په حال کې دی. هڅه کېږي چې، د دې سړک چارې د روان کال په بهیر کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي