د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید تر څارنې لاندې د پغمان پخواني سړک د (۵) کیلو مترو په اوږدوالي برخې قیر چارې پیل شوې. کابل ښاروال د کار، ساتنې او مراقبت ریاست مسئولینو ته سپارښتنه وکړه څو د دې سړک قیر چارې په کمه موده او د تخنیکي او فني معیارونو په پام کې نیولو سره په لوړ کیفیت بشپړې کړي. د پغمان پخوانی سړک چې د قرغې بند له سیمې څخه تر تاق ظفر پورې (۹۱۵۳) متره اوږدوالی او (۷) متره سور لري، ټاکل شوې ده د روان کال په بهیر کې یې جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د یاد سړک په جوړیدو سره به د څوارلسمې ناحیې د اوسیدونکو او د پغمان تفریحي سیمې ته د تلونکو هیوادوالو لپاره ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي. د سړک جوړونې دا پروژه د کابل ښار د ترافیکي او ترانسپورتي زیربناوو د وضعیت د ښه والي په برخه کې مهم رول لري