الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.20 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د څوارلسمې ناحیې په ۱۹م ګذر کې د یوې کوڅې د جوړولو چارې روانې دي

 15775.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته د څوارلسمې ناحیې د ۱۹م ګذر اړوند په پاراشاه سیمه کې د یوې کوڅې د جوړولو چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې دا پروژه ۴۷۵ متره اوږدوالی او ۳ متره سور لري چې، د لښتیو په ګډون یې تر دې دمه ۴۰ سلنه چارې مخته تللې دي او ټاکل شوې ده تر راتلونکې یوې میاشتې پورې په اساسي توګه بشپړې شي. په دې پروژه کې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده . د دې کوڅې په جوړېدو سره به تر ډېره د سیمې د اوسېدونکو ترانسپورتي او ټولنیزې ستونزې هوارې شي