الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.20 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د بګرامیو- لته بند سړک د بنسټیزو برخو د جوړولو چارې د پام وړ کاري پرمختګ لري

 15777.jpg (1820 × 1024)

د یو ویشتمې ناحیې اړوند د کابل جلال آباد تر سړک پورې د بګرامیو- لته بند سړک د خاورینې برخې د جوړولو چارې د پام وړ کاري پرمختګ لري او هڅه کېږي څو هر څه ژر قیر کولو ته چمتو شي. دا پرمختیايي پروژه له سویل څخه د ختیځ په لور د لېږد را لېږد او د ترافیکي بهیر د ویش په برخه کې ځانګړی ارزښت لري. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دا سړک ۳۳۰۰ متره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري چې، په اوږدو کې یې د یوه لوی کانال،  څلورو پلچکونو او د څه باندې ۷۰۰۰ متر مکعب په اندازه استنادي دېوالونو جوړول هم په پام کې نیول شوي دي. د دې پروژې په بشپړېدو سره به هېوادوالو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته  او د یو ویشتمې ناحیې اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي