ترافیکي او ترانسپورتي زیربناوو ته د لاس رسي په موخه د ګلباغ سړک د دویمې برخې بنسټیزې چارې روانې دي ترڅو هرڅه ژر قیر کولو ته چمتو شي. دا سړک د شپږمې او اوومې ناحیو اړوند له فیصل ښارګوټي څخه تر ګلباغ پله پورې ۲۳۹۶ متره اوږدوالی او ۳۳ متره سور لري چې چارې به یې په معیاري توګه د څه کم یوه کال په موده کې بشپړې شي. د یادونې وړ ده چې، له دارالامان ماڼۍ څخه تر فیصل ښارګوټي پورې د یاد سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې هم په چټکۍ سره روانې دي او ټاکل شوې ده د روان کال په بهیر کې بشپړې شي. د ګلباغ سړک د کابل ښار یو له اقتصادي دهلیزونو شمېرل کېږي چې، د کابل لوېدیځه برخه له سویل سره نښلوي او د ترافیکي او ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا په برخه کې مهم رول لوبوي