عصمت الله "شګیوال"
په اوسني عصر کې ټکنالوژي د ژوند هر اړخ ته ننوتلې ده، خو تر ټولو ژوره اغېزه یې په اقتصاد کې لیدل کېږي.
له کرنې، صنعت، بانکدارۍ، تر تعلیمي او سوداګریزو نظامونو پورې، ټکنالوژي د پرمختګ یو بنسټیز محرک ګرځېدلی دی.
دا لیکنه د همدې موضوع وضاحت کوي چې، څنګه ټکنالوژي اقتصاد ته وده ورکوي او کوم مثبت بدلونونه راولي.
ټکنالوژي په اقتصاد کې څه ګټې لري؟
۱- د تولید زیاتوالی:
ټکنالوژي د ماشینونو، اتومات سیستمونو او عصري وسایلو له لارې د تولید سرعت او کیفیت زیاتوي. یوه فابریکه چې پخوا به په لسو کسانو چلېده، اوس یې یو یا دوه کسان د ماشینونو له لارې اداره کوي.
۲- د کرني پرمختک:
د کرنیزو او د نورو وسایلو له لارې بزګران کولی شي ښه حاصل واخلي او د طبیعي آفتونو مخه ونیسي. دا په مستقیم ډول پر خوړو، بازار او اقتصاد اغېزه لري.
۳- د کاري فرصتونو رامنځته کول:
که څه هم ځینې کسان د ټکنالوژۍ له امله بېکاره کېږي، خو همدا ټکنالوژي بیا نوي مسلکونه زېږوي، لکه: سافټویر انجنیر، ډیجیټل مارکیټینګ، آنلاین ښوونه، ګرافیک ډیزاین او نور...
۴- مالي روڼتیا:
د ډیجیټل بانکـدارۍ، مالیــاتي سیستمونو او څارنې له لارې اختلاس، فساد او قاچاق کمېږي او دا سیستمونه د اقتصادي ثبات د رامنځته کېدو لامل ګرځي.
په اقتصـاد کـې د ټکنالوژي زیانونه:
*- بې کاري: ځینې فزیکي کارونه د ماشینونو له امله ترسره کیږي، چي له امله یې ډیری کارکوونکي خپله دنده له لاسه ورکوي او په ټولنه کي د بیکارۍ کچه لوړيږي.
*- ډیجیټل توپیر: شتمن خلک چټکه ټکنالوژي لري، خو بېوزله خلک ترې محروم دي، له دي سره هغـه خلـک چي شتمن دي او ټکنالوژي ته لاس رسي لري، ډېره ګټه به تر لاسه کوي اوهغه طبقه خلک چي، بیوزله دي او ټکنالوژي ته لاس رسي نه لري، دهغوي ګټه به لږه وي، شتمن خلک به شتمن او بیوزله خلک به بیوزله پاتې کیږي.
*- امنيتي ګواښونه: سایبـري بریدونه، هیکینګ او انټرنېټي درغلي اقتصاد ته زیان رسوي.
*- فرهنګي اغېزې: ټکنالوژي که سمه ونه کارېږي، ځوانان له تولیدي کارونو نه منع کوي.
حل لاري:
۱- حکومتونه باید ټولـو تـه د ټکنالوژۍ پراخولو لپاره آسانتیاوې برابرې کړي، که هغه شتمنه طبقه وي او که بیوزله، باید انډول په پام کي ونیول شي.
۲- تعلیمي نظام باید له ټکنالوژۍ سـره همغـږی شـي (ډیجیټلي مهارتونو) زیاتوالي ته باید لاره هواره شي.
3- خلک باید د ټکنالوژۍ مثبتې کارونې ته وهڅول شي. ترڅو د ټکنالوژي غلطې استفادې نه ځوانان له تولیدي کارونه منع نه شي.
۴- د سایبري امنیت قوانين باید پیاوړي شي، تر څو مو اقتصاد له سایبري بریدونو، هیکینګ او انټرنېټي درغلي څخه په امن کي شي.
پایله:
ټکنالوژي اوس مهال د اقتصاد ترڅنک د ژوند په ټولو چارو کي لکه صنعت، کرنه، تعلیم او خدمتونو یوه اړینه برخه ګرځېدلې ده. هغه ملتونه چې ټکنالوژۍ ته پام کوي، د اقتصاد سربېره د صنعت، کرنې، تعلیم او نورو خدمتونو په برخه کې ډېر ژر پرمختګ کوي.
افغانستان او نـور پـرمختیايي هېوادونه هم باید د ټکنالوژۍ له لارې خپل اقتصاد پیاوړی او نړیوال رقابت ته ځان چمتو کړي.