الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د نهمې ناحیې په ۴م ب ګذر کې د سړک او کوڅو کانکرېټ چارې روانې دي

 15805.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له خوا د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د نهمې ناحیې د ۴م ب ګذر اړوند د تره خیلو په سیمه کې د یوه فرعي سړک او دوو کوڅو کانکرېټ چارې روانې دي. دغه پروژې چې (۷۳۳) متره اوږدوالی او له (۳.۵) څخه تر (۵) مترو پورې سور لري، د لښتیو په ګډون تر اوسه ۵۰ سلنه مخته تللې او ټاکل شوې ده تر راتلونکې یوې میاشتې پورې په اساسي توګه بشپړه شي. تر دې وړاندې د سړک د خرابوالي له امله د سیمې اوسېدونکي له ګڼو ستونزه سره مخ ؤ چې، په جوړېدو سره به یې ستونزې هوارې شي. د یادونې وړ ده چې، په دې پروژه کې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده