الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.20 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ګلباغ سړک د لومړي فاز نږدې دوه کیلومتره برخه قیر کولو ته چمتو شوې ده

 15816.jpg (1820 × 1024)

د شپږمې او اوومې ناحیې اړوند د ګل باغ سړک د لومړي فاز د جوړولو او پراختیا چارې روانې دي او ټاکل شوې ده ډېر ژر یې د نږدې دوه کیلو متره برخې قیر چارې ترسره شي. دغه سړک چې، (۳،۱۷۶) متره اوږدوالی او (۳۳) متره سور لري، د دارالامان له ماڼۍ څخه تر فیصل ښارګوټي پورې غځېدلی، چې دلښتیو، پلولارو، ګلدانونو، او د معیاري سړک د نورو برخو جوړول هم پکې شامل دي. اړوند مسئولین هڅه کوي ترڅو یاد سړک په روان کال کې په لوړ کیفیت او له تخنیکي معیارونو سره برابر جوړ او د ترافیکو پر مخ پرانیستل شي. د یادونې وړ ده چې، له فیصل ښارګوټي څخه تر ګلباغ پله پورې د دې سړک د درېیمې او څلورمې برخې تدارکاتي پړاونه تر لاس لاندې دي ترڅو یاد سړک د کابل- لوګر تر سړک پورې په اساسي توګه جوړ شي. د ګل باغ سړک چې د کابل ښار په سویل لوېدیځ زون کې له اقتصادي دهلیزونو څخه شمېرل کېږي، جوړول یې د کابل ښاروالۍ د پرمختیايي پلانونو په سر کې ځای لري