الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.20 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له علاءالدین درې لارې څخه تر تخنیکم پورې د نښلوونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي

 15818.jpg (1820 × 1024)

د اوومې ناحیې اړوند د علاءالدین له درې لارې څخه تر تخنیکم پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي او هڅه کېږي تر څو هرڅه ژر قیرکولو ته چمتو شي.  دغه سړک چې، (۱۷۶۷) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري، د دارالامان سړک له چهلستون سیمې سره نښلوي او د یوه معیاري سړک د ټولو برخو په ګډون به د روان کال په بهیر کې په اساسي توګه جوړ شي. د کابل ښاروالۍ د ښاري زیربناوو د رئیس انجنیر فایق احمد "تسل" په وینا، د دې سړک په اوږدو کې د کابل سیند د پاسه د موټرو تګ راتګ په موخه، د دوو پلونو ډیزاین چې هر یو یې، (۲۷.۸۵) متره اوږدوالی او (۹.۲) متره سور لري، بشپړ شوی او د جوړولو عملي چارې به یې ډېر ژر پیل شي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران د دې پروژې د کار د ښه کیفیت او په ټاکلي وخت یې د پلي کېدو په موخه، فني او تخنیکي څارنې ترسره کوي. له علاء الدین درې لارې څخه تر تخنیکم سیمې پورې سړک د ترانسپورتي ستونزو د حل او د سیمو د اقتصادي ودې په برخه کې ځانګړی اهمیت لري