د کابل ښاروالۍ له خوا د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د نهمې ناحیې په درېیم ګذر کې د څلورو کوڅو د کانکریټ چارې روانې دی. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې، دغه کوڅې چې په ټولیزه توګه (۹۱۸)متره اوږدوالی او له (۳) څخه تر (۵) مترو پورې سور لري، تر اوسه یې د جوړولو چارې (۶۰) سلنه پرمخ تللې او ټاکل شوې ده چې یاده پروژه په راتلونکو لسو ورځو کې بشپړه شي. د دې پروژې په پلي کېدو سره به په سیمه کې ترانسپورتي او چاپیریالي ستونزې کمښت ومومي. پاتې دې نه وي چې، په دې پروژه کې یو شمیر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده