الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د درېیمې ناحیې په څلورم ګذر کې د څلورو کوڅو د جوړولو چارې روانې دي

 15825.jpg (1820 × 1024)

د درېیمې ناحیې په څلورم ګذر کې د څلورو کوڅو د جوړولو چارې د کابل ښاروالۍ له خوا د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې، په دې پروژه کې په ټولیزه توګه د (۶۹۹) مترو په اوږدوالي د دریو کوڅو کانکریټ چارې او په غرنۍ سیمه کې د (۱۳۱) مترو په اوږدوالي او (۴) مترو سور سره د زینو جوړول شامل دي چې، په (۳) میاشتو کې به بشپړه او ورسره جوخت به د سیمې د اوسیدونکو پر وړاندې شته ستونزې حل شي. د یادونې وړ ده چې، د دې پروژې له لارې یو شمیر هېوادوالو ته کاري فرصتونه هم برابر شوي دي